ایکنانیوز د فرانس ۲۴ ټيلیویژنی چینل له قوله راپورراکړی، د سویډ لومړی وزیر کرسټرسون مدعی شوی چې احتمال شته ، د هغه عراقي پناه غواړي په قتل کې چې څو ځله ئې د اسلامی مقدساتو سپکاوی کړی دی، بهرنيو وګړو لاس درلودلی وي.
د قرآن کریم سپکاوی کونکی عامل سلوان مومیکا د هغه په باب په محکمې کې د فیصلې له اعلان څوساعته مخکې ووژل شو. پولیسو وئیلي دي، چې په دې ارتباط ئې پنځه کسان نیولي دي، خو د سویډ لومړی وزیر په دې اند دی چې بهرني قدرتونه په دغه قتل کې دخیل دي.
اولف کریسټر سن په یوه مطبوعاتی کنفرانس کې ووئیل،تاسو ته ډاډ درکولی شو چې امنیتی ادارې په بشپړ ډول دغه دوسیه په دقت سره ارزوي ، څرګنده ده چې له دغه قتل سره د یوه بهرني قدرت دارتباط خطره شته ده.
کریسټرسن همداراز په ایکس ټولنیز چینل کې هم لیکلي دي، دا د مونږ د آ زادې ډیموکراسۍ لپاره یو ګواښ دی ؛ او مونږ به ورسره په ټول توان سره مقابله وکړو.
د وئیلو ده په سویډ کې هستوګن عراقي توکمه ښاریز سلوان مومیکا پخپلو اسلام ضده دریځونو سره په دغه هیواد کې په کرتو د قرآن کریم د سوځولو لپاره غونډې ترسره کړې وې.
وئيل کیږي، هغه د سویډ په پلازمینې سټاکهم جنوب کې په سودرتلیه ښار کې وژل شوی دی.
د سویډ اکسپریس ورځپاڼې راپور ورکړی، د هغه د وژلې انځورونه په ټولنیزو چینلونو کې خپره شوي دي او په دې پیښې پسې د پيښې په ځاي کې زیات پولیس حاضر شوی دی.
دغه عراقي ښاریز په سودرتلیه ښار کې په هووخو سیمې کې په یوه فلیت کې ددنه ، په ډزو سره وژل شوی دی او پولیسو ته ددغې پيښې په باب د چارشنبې په شپې یولس بجو وروسته اطلاع ورکړل شوې ده.
خبری سرچینو همداراز وئیلي دي ، هغه سخت ټپي شوی او روغتون ته منتقل شو ، خو د سختوټپونو له امله ئې ژوند له لاسه ورکړ.
د سویډ پولیسو ت ویندوي نادیا نورټن په دې باب ووئیل؛ مونږ د پيښې په باب اطلاعات یوازې د ټولنیزو چینلونو لهلارې ترلاسه کړي دي او مونږ په دې باب څیړنې پیل کړي دي.
د وئيلو ده چې سلوان مومیکا له سلوان نجم سره یو ځای د ۲۰۲۴کال له اګست څځه په سټاکهم کې په یوې غونډې کې د قرآن کریم د سوځولو په دلیل ، د مسلمانانو د احساساتو په لمسولو او توکمپرستۍ تورن شوی ؤ او ټاکل شوې وه ، دپنجشنبې په ورځ یولس بجې د هغه په باب محکمه فیصله صادره کړي. چې د چارشنبې په شپه په یوه فلیټ کې په ډزو ووژل شو.
https://iqna.ir/fa/news/4262900